IQNA

؛مقرأة الحرمیّن؛ ددنیا په ۶ژوندیو ژبو د قرآن کریم د زده کړې پلان پیل کړ

16:48 - April 25, 2024
د خبر لمبر: 3489108
ایکنا – د مسجد الحرام او مسجد النبي(ص) د چارو ادارې  د نړۍ د درستو مسلمانانو لپاره د زده کړې د یوه پلان مخ کتنه کړې ده چې له دې لارې، د نړۍ په شپږو ژوندیو ژبو سره د قرآن کریم ژباړه وړاندې کولی شي.

ایکنا نیوز د بوابة الاهرام له قوله راپور راکوي، د مسجد الحرام او مسجد النبی(ص)  د چارو د ادارې  له خوا د ؛مقرأةالحرمین؛ په  عنوان سره یو نوی پلان، په عربی ، انګریزئ، اردو،انډونیشائي ، ملایی او هوسایی شپږو ژبود قرآن  د تجوید د یادونې ، د قرآئت د سمونې، د قرآن  حفظیاتو  دیادونې او د حفظ اتمام لپاره یو خدمت دی  او له بشپړ یادونې وروسته، د قرآن کریم زده کونکو ته د  قرآئت په علم کې د مجوز لرونکو معلمانو له خوا په متصل سند سره  د قرآئت اجازت او مدرک  ورکول کیږی . دغه خدمت په دې موخې سره چې  د قرآڼ کریم په زده کړې اوروزنې کې لومړنۍ مرجع شي، پیل شوی دی.

؛مقراةالحرمین؛  د هغو کسانو  لپاره د قرآن کریم دترتیل  د یادونې او دخدای د کتاب په  زده کړې کې  د آسانتیاؤ په موخې سره چې  ګروهمن دی ، په هروخت او هرځاي کې  له نوی  او ماډرن ټيکنالوجۍ څخه په استفادې سره د وحي د کلام قرآن کریم  په زده کونې کې د اجرا تر ټولو ښه روده زده کړي ،  اجراکیږي او حاجیانو اوعمره کونکو زیارتوالو  ته هم  د قرآن کریم د سم قرائت  دزده کړې فرصت  ورکوي او دوي ته  مدرک ا ود قرآیت  اجازت هم ورکول کیږي.

په دغې پروژې کې  د قرآئت د سمونې،، د حفظ،د محفوظاتو د یادونې، دتجوید د یادونې ، قرآئاتو د اصولو ، د قرآن کریم د  تلاؤت دغونډو  او زده کړې  دتعقیبونې او د ژوندۍ خپریدا د غونډو پشمول، د زده کړې اوروزنې ډير پروګرامونه شامل دي.

مینه وال په دغه پلان کې د نامې د ثبتولو لپاره ،  مقراةالحرمین د انټرینيتي  سایټ  یا  د  دپلان شوو اپلیکیشنونو له لارې  اقدام  کولی شي.

https://iqna.ir/fa/news/4211977 

captcha